کیلیان امباپه، د فرانسې د ملي فوټبال ټیم کپټان، د عراق پر وړاندې د خپلې لوبې او د ملي ټیم د ۱۰۰مې لوبې په درشل کې، لیونل مسي او کریسټیانو رونالډو د فوټبال د تاریخ تر ټولو غوره لوبغاړي وبلل او ویې ویل چې لا هم د نړیوال جام په سیالیو کې د خپل مقام د پیاوړتیا لپاره اوږده لاره مخې ته لري.
امباپه، چې د فرانسې د ۳-۱ په بریا کې یې د سنګال پر وړاندې دوه ګولونه ووهل، د نړیوال جام په سیالیو کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۴ ته رسولی دی. هغه اوس یوازې دوه ګولونه د لیونل مسي له ۱۶ ګولو څخه کم لري. مسي هم د نړیوال جام په پرانېستونکې لوبه کې د ارجنټاین پر وړاندې الجزایر ته د هټریک په ترسره کولو سره د میروسلاو کلوزه د نړیوال جام د ټولو وختونو د ګول وهونکو د جدول سره برابر شوی دی.
د ریال مادرید ستوري د ارجنټاین د کپټان سره د سیالۍ په اړه وویل: «زه پوهېدم چې لیو به ګول وهي، ځکه هغه تل ګول وهي. اوس هغه زما څخه مخکې دی او زه یې تعقیبوم.»
امباپه د لیونل مسي، ارلینګ هالند او هیري کین سره د خپل پرتله کولو په اړه هم وویل: «مسي تر ټولو غوره دی. هغه د کریسټیانو رونالډو سره یوځای د فوټبال په لوړه درجه کې ځای لري. دغو دوو لوبغاړو د کلونو په اوږدو کې خپل استثنايي کیفیت او وړتیاوې ثابتې کړي دي.»
دې ۲۷ کلن فرانسوي مهاجم ټینګار وکړ چې لا هم غواړي د نړۍ په تر ټولو لویه سیالۍ کې لا زیات وځلېږي او ویې ویل: «په نړیوال جام کې یوازې دوه ګولونه زما د وړتیا د ښودلو لپاره بسنه نه کوي. زه غواړم نور ګولونه ووهم او له خپل ټیم سره د اتلولۍ ترلاسه کولو کې مرسته وکړم.»
هغه همدارنګه د ارلینګ هالند سره د احتمالي مخامخ کېدو په اړه وویل چې اوس مهال یې ټول تمرکز د عراق پر وړاندې لوبې ته دی او د احتمالي راتلونکو سیالیو په اړه فکر نه کوي.
امباپه، چې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام اتل هم دی، د ۱۰۰ نړیوالو لوبو ته رسېدل یې یوه ځانګړې لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه: «هیڅ ویاړ د ملي ټیم لپاره د لوبې کولو څخه لوړ نه دی. دا لوبه زما لپاره ځانګړی اهمیت لري، خو تر ټولو مهم هدف بریا او بل پړاو ته د صعود یقیني کول دي.»
لیکواله:سلیمه آریایي








