امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره (اېفبيآی) د ځايي ادارو په همکارۍ د لېنډزي ګراهام، د جنوبي کارولینا جمهوري غوښتونکي سناتور، د مړینې په اړه څېړنې پیل کړي دي.
د دې سناتور د دفتر د معلوماتو له مخې، لېنډزي ګراهام د شنبې په ماښام د ۷۱ کلونو په عمر، له یوې «لنډې او ناڅاپي ناروغۍ» وروسته وفات شو. سره له دې چې دا خبرتیا خپره شوې، خو تر اوسه د هغه د مړینې کره لامل په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.
په همدې حال کې، ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې بیړني خدمات هغه مهال د سناتور د استوګنې ځای ته ورسېدل چې د احتمالي زړه حملې په اړه بېړنی تماس ترلاسه شوی و. په دغو راپورونو کې اټکل شوی چې کېدای شي د هغه مړینه د زړه د حملې له امله شوې وي، خو دا موضوع لا تر اوسه د رسمي چارواکو له خوا نه ده تأیید شوې.
راپورونه همداراز ښيي چې اېفبيآی د دې پېښې د څرنګوالي د ارزونې او له ځايي چارواکو سره د همکارۍ لپاره په دې بهیر کې ښکېله شوې ده. تر اوسه هېڅ داسې شواهد نه دي خپاره شوي چې د جرم یا د کوم مشکوک کس د لاس لرلو څرګندونه وکړي، او امریکايي چارواکو هم د دې موضوع په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








