TOOSnews
اعلان
عزيزي: د شاپور ځدران د درملنې لكښتونه به تر بشپړې روغتيا پورې پر غاړه واخلم.
ورزشټوس نیوز

عزيزي: د شاپور ځدران د درملنې لكښتونه به تر بشپړې روغتيا پورې پر غاړه واخلم.

۳۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

میرویس عزیزي ویلي، له اوږدې مودې راهیسې یې غوښتل د افغان کرکټ پخواني چټک توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورشي، خو د منځني ختیځ روان وضعیت او د سفر محدودیتونو له امله ورته دا فرصت نه برابرېده.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ د ډهلي ښار ته تللی او هلته یې له شاپور ځدراڼ سره لیدلي دي. د هغه په وینا، د لیدنې پر مهال یې د نوموړي د روغتیايي وضعیت او روانې درملنې په اړه معلومات ترلاسه کړي او د کورنۍ له غړو سره یې هم خبرې کړې دي.

میرویس عزیزي ویلي، د شاپور ځدراڼ د درملنې لګښتونو د برابرولو لپاره یې اړینه مالي مرسته کړې او ډاډ یې ورکړی چې دغه ملاتړ به د نوموړي تر بشپړ رغېدو دوام ولري.

هغه زیاته کړې، شاپور ځدران د افغانستان لپاره یو مهم ورزشي شخصیت دی چې د کرکټ په ډګر کې یې د خپلو لاسته راوړنو له لارې میلیونونو افغانانو ته خوښي او ویاړ ورپه برخه کړی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.