د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، هېواد یې له افغانستان سره د «رغنده، متوازن او څو اړخیز» سیاست دوام ته ژمن دی. نوموړي افغانستان د ازبکستان نږدې ګاونډی بللی او ټینګار یې کړی چې تاشکند به له کابل سره تعامل او سیمهییزه همکاري روانه وساتي.
میرضیایف د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مراسمو کې وویل، تاشکند د افغانستان په اړه د خپل بهرني سیاست د راتلونکو پلانونو ډېر جزییات نه دي وړاندې کړي، خو د افغانستان په اړه یې د رغنده چلند پر دوام ټینګار کړی دی.
د ازبکستان ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په وروستیو کلونو کې د کابل او تاشکند ترمنځ سوداګریزې، ترانزیټي او اقتصادي اړیکې پراخې شوي دي.
نوموړي همداراز ویلي چې په ازبکستان کې د بېوزلۍ کچه له ۳۵ سلنې څخه ۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.
لیکوال:سعید سمیر








