ایټالیا، کاناډا او فرانسې د هغو اسرائیلي ځواکونو چلند چې د فلسطین پلوه فعالانو سره یې کړی و، او دا فعالان د غزې پر لور د سمندري کاروان په چوکاټ کې روان وو، «نه منونکی» وباله. د دې پېښې وروسته، په دغو هېوادونو کې د اسرائیل سفیران هم احضار شول.
دا غبرګونونه وروسته له هغه زیات شول چې د اسرائیل د ملي امنیت وزیر، ایتامار بن ګویر، یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یو شمېر فعالان ښکاري؛ هغوی په زنګنو ناست وو، لاسونه یې له شا تړل شوي وو او سپکاوی ورسره کېده.
د اسرائیل د ملي امنیت وزیر دغه اقدام ان د اسرائیل د لومړي وزیر،بنیامین نتنیاهو، له غبرګون سره هم مخ شو. نتانیاهو وویل چې دا ډول چلندونه «د اسرائیل له ارزښتونو او اصولو سره سمون نه لري.»
په همدې حال کې، یوې بشري حقونو ډلې چې د «نړیوال صمود کاروان» د ۴۰ څخه زیاتو هېوادونو د ۴۳۰ ګډونوالو استازیتوب کوي، د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د دې سمندري کاروان موخه، چې په سمبولیک ډول یې بشري مرستې لېږدولې، د غزې تړانګې د فلسطینیانو د بشري وضعیت په اړه د نړۍ پام رااړول بلل شوي دي.
خو اسرائیل دغه اقدام «د حماس په ګټه یو تبلیغاتي نمایش» بللی دی.
د راپورونو له مخې، په دې کاروان کې له ۵۰ څخه زیاتې کښتۍ شاملې وې چې تېره پنجشنبې له ترکیې څخه روانې شوې وې. د دوشنبې په سهار، د اسرائیل سمندري ځواکونو وسلهوالو کمانډو ځواکونو د قبرس لوېدیځ ته، د غزې له سمندره شاوخوا ۲۵۰ سمندري میله لرې، په نړیوالو اوبو کې د دې کاروان د مخنیوي عملیات پیل کړل.
لیکواله:سلیمه آریایي








