د بریټانیا د ملي احصایې دفتر وروستي رسمي معلومات ښيي چې د «محمد» نوم د پرلهپسې درېیم کال لپاره په انګلستان او وېلز کې د نویو زېږېدلو هلکانو تر ټولو مشهور نوم پاتې شوی دی. د دې احصایې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د «محمد» نوم د ۵ زره او ۹۵۷ هلکانو لپاره ثبت شوی او د نږدې ۲ زره ثبتونو په توپیر سره یې لومړی مقام خپل کړی دی.
د دې راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۸مه نېټه خپور شوی، «نوح» دویم او «لیو» درېیم تر ټولو مشهور د هلکانو نومونه وو. «محمد» او «نوح» له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه په ترتیب سره لومړی او دویم ځایونه ساتلي دي، خو تېر کال د دواړو ترمنځ واټن زیات شوی دی.
د بریټانیا د ملي احصایې دفتر ویلي چې دا درجهبندي د ۲۰۲۵ کال د رسمي ثبت شویو زېږونونو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده. دغه اداره نومونه د ثبت شوې کره املا له مخې حسابوي؛ له همدې امله د «محمد» د نوم نورې بڼې چې په بېلابېلو املاوو ثبت شوې وي، جلا جلا شمېرل کېږي.
د نجونو د نومونو په برخه کې، «اولیویا» د لسم پرلهپسې کال لپاره په انګلستان او وېلز کې د نویو زېږېدلو نجونو تر ټولو مشهور نوم پاتې شوی دی. له هغې وروسته «لیلي» او «امیلیا» په دویم او درېیم ځای کې راغلي دي.
همدارنګه «ایلا»، «فلورنس»، «فریا»، «پوپي»، «السي»، «آیوي» او «اېزابېلا» هم د ۲۰۲۵ کال د نجونو د لسو تر ټولو مشهورو نومونو په کتار کې شامل دي. دا احصایې په انګلستان او وېلز کې د رسمي ثبت شویو زېږونونو د معلوماتو پر بنسټ چمتو او خپرې شوې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








