TOOSnews
اعلان
د اسیا په لوېدیځ کې د امریکا له ۱۰۰ څخه زیات سفارتي پوسټونه بې سفیره پاتي دي.
نړۍټوس نیوز

د اسیا په لوېدیځ کې د امریکا له ۱۰۰ څخه زیات سفارتي پوسټونه بې سفیره پاتي دي.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسراییلي رسنۍ «جویش اینسایډر» راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت تر اوسه په لوېدیځې اسیا کې د امریکا له ۱۰۰ څخه زیات سفارتي پوسټونه نه دي ډک کړي او دا مقامونه لا هم بې سفیره پاتې دي.

د سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانیو چارواکو ویلي، د دې وضعیت دوام کولی شي د واشنګټن سیاسي نفوذ او ډیپلوماټیکو هڅو باندې اغېزه وکړي.

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم تر دې مخکې راپور ورکړی و چې امریکا په ځینو مهمو سیمه‌ییزو هېوادونو، لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، عراق او کویټ،کې رسمي سفیر نه لري.

لوېدیځه اسیا د امنیت، سیاست او انرژۍ له نظره د امریکا د بهرنیو چارو لپاره یوه مهمه سیمه ګڼل کېږي او کارپوهان باور لري چې د دې ډیپلوماټیکو پوسټونو خالي پاتې کېدل کولی شي د سیمه‌ییزو تعاملاتو او د واشنګټن له متحدینو سره د اړیکو په معادلاتو اغېزه وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.