TOOSnews
اعلان
ًد پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر تهران ته ورسېد.
نړۍټوس نیوز

ًد پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر تهران ته ورسېد.

۳ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره یوځای تهران ته رسېدلی دی.

د ایران د دولتي راډیو او ټلوېزیون د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني په تهران کې د دغو دوو لوړپوړو پاکستاني چارواکو هرکلی کړی دی.

دغې رسنۍ زیاته کړې چې دوی به له ایراني چارواکو سره د دوه‌اړخیزو موضوعاتو او د «سیمې د سولې او امنیت» په اړه خبرې وکړي.

پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو اصلي منځګړی دی او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې بېرته پیل شي.

د پاکستان د پوځ مشر د ایران او امریکا ترمنځ د خپل هېواد د منځګړیتوب د هڅو په لړ کې تر دې وړاندې هم دوه ځله تهران ته سفر کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.