TOOSnews
اعلان
پاكستان سعودي عربستان ته ٨ زره پوځيان او جنګي تجهيزات لېږلي.
نړۍټوس نیوز

پاكستان سعودي عربستان ته ٨ زره پوځيان او جنګي تجهيزات لېږلي.

۲۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

رویټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان د سعودي عربستان سره د خپل دفاعي تړون له مخې دغه هېواد ته ۸ زره پوځیان، جنګي الوتکې او د هوايي دفاع سیسټمونه استولي دي.

د راپور له مخې، دغه ځواکونه بشپړ عملیاتي چمتووالی لري او هدف یې پر سعودي عربستان د احتمالي بریدونو مخنیوی او د هغه هېواد دفاع ده.

رویټرز وايي، د پاکستان دغه بې‌ساری پوځي اقدام په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې اسلام‌اباد د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول هم پر غاړه لري.

پاکستان او سعودي عربستان د تېر کال د وږي میاشت کې په ریاض کې یو ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړی و. د دغه تړون له مخې، پر یوه هېواد هر ډول برید د دواړو هېوادونو پر ضد ګډ برید ګڼل کېږي.

دغه تازه اقدامات وروسته له هغې ترسره کېږي، چې پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته، ایران په سیمه کې پر ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول پر سعودي عربستان بریدونه وکړل.

پاکستان تر دې وړاندې هم پر سعودي عربستان د ایران د حکومت بریدونه غندلي وو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.