یوې ديپلوماټیکې سرچینې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د چارو د وزیرانو د غونډې د جوړونکو له ډلې څخه ویلي چې طالبانو ته هم د دې غونډې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، چې کوربهتوب یې پاکستان کوي. خو دې سرچینې ټینګار کړی چې د طالبانو د پلاوي د ګډون امکان «ډېر کم» ارزول کېږي.
دې سرچینې د شنبې په ورځ له رسنیو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې که څه هم طالبانو ته بلنلیک استول شوی، خو تمه نه کېږي چې د افغانستان استازی به د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د چارو په نهمه غونډه کې ګډون وکړي.
د پاکستان د مذهبي چارو او بینالادیانو همغږۍ وزیر سردار محمد یوسف دفتر هم طالبانو ته د بلنې استول تأیید کړي دي.
ټاکل شوې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د چارو د وزیرانو نهمه غونډه د چنګاښ په ۲۱مه او ۲۲مه، چې د جولای له ۱۲مې او ۱۳مې سره برابره ده، په اسلاماباد کې جوړه شي. د اعلان شوې اجنډا له مخې، د ۵۷ غړو هېوادونو شاوخوا ۱۹۰ استازي او دولتي چارواکي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
ګډونوال به په دې غونډه کې د ښځو د پیاوړتیا، په پراختیا کې د هغوی د رول او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه خبرې او نظرونه شریک کړي.
طالبانو په افغانستان کې د واک له بېرته نیولو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې، په پوهنتونونو کې د ښځو لوړې زدهکړې او په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو کار کول منع کړي دي.
د طالبانو دغه سیاستونه د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي، او له طالبانو څو ځله غوښتنه شوې چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








