د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیسو ادعا کړې چې په کراچۍ ښار کې د نیمه پوځي ځواکونو پر یوه کمپ د تېرې میاشتې د برید اصلي طراح او هغه کسان یې نیولي چې بریدګرو ته یې وسلې او اسانتیاوې برابرې کړې وې. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دغه برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و.
د کراچۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر عرفان بهادر په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د جون په ۲۷مه د نیمه پوځي ځواکونو پر کمپ په برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.
هغه ادعا وکړه چې د برید لارښوونې، وسلې او چاودېدونکي توکي له افغانستان څخه برابر شوي وو او د برید پلان هم هلته جوړ شوی و.
د پولیسو په وینا، د برید اصلي طراح محمد بشیر نومېږي چې له ۱۳ نورو کسانو سره یوځای نیول شوی دی. د دوی د معلوماتو له مخې، جانان، هادي، عمر او عثمان په نوم څلور بریدګر له افغانستان څخه کراچۍ ته ورغلي وو. پولیس ادعا کوي چې جانان د کمپ د دروازې مخې ته ځانمرګی برید کړی و، څو نورو بریدګرو ته د ننوتلو زمینه برابره کړي.
بلخوا، د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاءالحسن لنجار ویلي، په بریدګرو کې درې تنه د افغانستان وګړي او یو تن د خیبر پښتونخوا د باجوړ اوسېدونکی و. د پولیسو په وینا، د عثمان په نوم یو ټپي بریدګر اعتراف کړی چې دوی په افغانستان کې په بېلابېلو کمپونو کې روزل شوي وو.
پاکستاني چارواکي زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه د برید د چمتووالي ویډیوګانې او په افغانستان کې د ادعا شويو روزنیزو کمپونو اړوند اسناد هم ترلاسه شوي دي. همداراز، پاکستاني رسنیو د برید د پلان له لومړنیو شیبو سره تړلې بېلوګو ویډیوګانې هم خپرې کړي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو تازه ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د پاکستان ورته ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








