TOOSnews
اعلان
پاکستان، قطر او څو نور هېوادونه د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې کوي.
نړۍټوس نیوز

پاکستان، قطر او څو نور هېوادونه د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې کوي.

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اکسیوس د منځګړو هېوادونو د دوو سرچینو او یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې قطر، پاکستان او د سیمې څو نور هېوادونه هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ راکم کړي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، له ایران سره موقتي هوکړه او اوربند پای ته رسېدلی او د نویو هوايي بریدونو امر یې کړی دی. له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ټولو لورو وغوښتل چې د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک لا هم د متقابل تفاهم، درناوي او په سیمه او له هغې هاخوا د ګډې هوساینې لپاره یو مهم چوکاټ ګڼل کېږي، او ټینګار یې کړی چې ټول لوري باید دې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

اکسیوس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت لا هم د هرمز تنګي د پرانیستي پاتې کېدو، د جګړې د پراخېدو د مخنیوي او د تهران او واشنګټن د دیپلوماسۍ لارې ته په بېرته راګرځولو تمرکز کوي. د دغو سرچینو په وینا، سپینه ماڼۍ د وروستیو بریدونو سره سره، د پوځي تقابل د زیاتولو پر ځای دیپلوماټیک حل ته لومړیتوب ورکوي.

د راپور له مخې، قطر، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیه او مصر له هغو هېوادونو څخه دي چې په وروستیو ورځو کې یې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او دواړو لورو د خبرو مېز ته د بېرته راګرځولو لپاره د منځګړیتوب هڅې کړي دي.

اکسیوس همدارنګه لیکلي چې د واشنګټن یوه اساسي اندېښنه د هرمز تنګي پرانیستي پاتې کېدل او د تېلو د صادراتو د ګډوډېدو او د نړۍ د انرژۍ بازارونو د بې‌ثباتۍ مخنیوی دی. د دې رسنۍ د سرچینو په وینا، منځګړو په وروستیو ورځو کې له امریکايي او ایراني چارواکو سره پراخې اړیکې نیولې دي، څو د شخړې د پراخېدو مخه ونیول شي.

راپور زیاتوي چې د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو سره سره، د تهران او واشنګټن ترمنځ دیپلوماټیک کانالونه لا هم پرانیستي پاتې دي او د خبرو د بیا پیل او د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې دوام لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.