TOOSnews
اعلان
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د دوو تنکیو نجونو د ځانمرګو بریدونو لپاره د کارولو پلان شنډ شو.
نړۍټوس نیوز

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د دوو تنکیو نجونو د ځانمرګو بریدونو لپاره د کارولو پلان شنډ شو.

۸ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو هغه پلان شنډ کړی چې د «بلوچستان د آزادۍ پوځ» پورې تړاو ورته منسوب شوی و او موخه یې په ځانمرګو بریدونو کې د دوو تنکیو نجونو کارول وو. د چارواکو په وینا، دواړه نجونې د هر ډول برید له ترسره کولو مخکې پېژندل شوي او له هغه ځایه چې ساتل کېدې، ژغورل شوي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو د شنبې په ورځ د کوېټې ښار په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي عملیاتو وروسته د مکران په سیمه کې دوه تنکۍ نجونې، ۱۶ کلنه زینب او ۱۲ کلنه فاطمه، پیدا او وژغورلې دي. د هغه په وینا، د دغو دوو نجونو د ساتلو ځای د عملیاتو پر مهال معلوم شوی و.

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو له مخې، دغې دوو نجونو شاوخوا ۴۰ ورځې په یوه نامعلوم ځای کې تېرې کړې وې او په دې موده کې، د چارواکو په وینا، د ایډیالوژیکې اغېزمنونې لاندې راوستل شوي او د وسله‌والو فعالیتونو، په ځانګړي ډول د ځانمرګو بریدونو، لپاره چمتو کېدې. چارواکو د هغوی د ساتلو د دقیق ځای په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

زینب د خبري کنفرانس پر مهال وویل چې د هغې مېړه، سیف، وروسته له هغې وژل شوی چې یوه سیمه‌ییز قوماندان سره له همکارۍ یې ډډه کړې وه. هغې ادعا وکړه چې د مېړه له وژل کېدو وروسته یې، د یوې وسله‌والې ډلې اړوندو کسانو ورسره اړیکه نیولې او هڅه یې کړې چې هغه قانع کړي چې د پاکستان دولتي ادارې یې د مېړه په وژنه کې لاس لري او نوموړې باید د غچ اخیستو لپاره اقدام وکړي.

زینب همداراز وویل چې هغه او د تره لور یې، فاطمه، یوه نامعلوم ځای ته انتقال شوې او شاوخوا ۴۰ ورځې هلته ساتل شوي دي. هغې ادعا وکړه چې په دې موده کې له فشار او تاوتریخوالي سره مخ شوي او له هغوی غوښتل شوي وو چې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شي. دغه څرګندونې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د بلوچستان د چارواکو د وړاندې کړو معلوماتو له مخې، فاطمه هم د خپلې کورنۍ د وضعیت او د کورنۍ د ځینو غړو د وژل کېدو له امله د وسله‌والو کسانو د اغېزمنونې له خطر سره مخ شوې وه. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د «بلوچستان د آزادۍ پوځ» اړوندو کسانو د دغو دوو نجونو له کورنیو ستونزو او دردناکو تجربو څخه د هغوی د جذب او افراطي کولو لپاره ګټه اخیستې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر دغه پېښه د وسله‌والو ډلو له خوا د ښځو او ماشومانو د کارولو د هڅو یوه بېلګه وبلله. هغه وویل چې پاکستاني امنیتي ځواکونه به د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي او د خلکو د جذب او تنظیم کوونکو شبکو د پېژندلو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د خبري کنفرانس پر مهال، دواړو نجونو له امنیتي ځواکونو څخه د هغوی د ژغورلو له امله مننه وکړه او عادي ژوند ته د بېرته ستنېدو لپاره یې د فرصت غوښتنه وکړه. پاکستاني چارواکو هم د هغوی د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړی، خو د دوی د اوسني وضعیت او د ساتلو د ځای په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د دې پېښې جزئیات تر ډېره د پاکستاني امنیتي او دولتي چارواکو او د دواړو نجونو پر څرګندونو ولاړ دي؛ له همدې امله، په دې قضیه کې د «بلوچستان د آزادۍ پوځ» د دقیق رول په اړه ادعاوې لا هم خپلواک تایید ته اړتیا لري. د دې راپور تر خپرېدو پورې، د دغو ادعاوو په اړه د یادې ډلې کوم خپلواک غبرګون هم نه دی راپور شوی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.