په کابل کې د قطر سفیر مردف بن علي القاشوطي د طالبانو د لوړو زدهکړو له وزیر ندا محمد ندیم سره په کتنه کې د افغانستان د لوړو زدهکړو په برخه کې د همکاریو او مرستو ژمنه کړې ده.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې القاشوطي د افغانستان او قطر ترمنځ ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو ته په اشارې سره ویلي، هېواد یې د افغانستان له پرمختګ او د لوړو زدهکړو او پوهنې له پیاوړتیا خوښ دی.
د قطر سفیر ژمنه کړې، چې افغانستان ته به د قطر او نورو اسلامي هېوادونو استادان ولېږي او د کابل طبي علومو پوهنتون د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د تجهیز ترڅنګ به په نورو علمي برخو کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي.
په ورته مهال، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د افغانستان په اړه د قطر له سیاستونو او دریځونو مننه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان او قطر له یو بل سره ګڼ دیني او کلتوري مشترکات لري.
ندیم ادعا کړې، چې د لوړو زدهکړو وزارت د اسلامي شریعت او افغان کلتور په پام کې نیولو سره د عصري زدهکړو او د علومو د پرمختګ لپاره ژمن دی.
د خبرپاڼې له مخې، د قطر سفیر د ندا محمد ندیم په غوښتنه د افغانستان له یو شمېر تحصیلي بنسټونو او د سرطان د تشخیص او درملنې له مرکز څخه هم لیدنه کړې ده.
قطر د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په خبرو کې له مهمو منځګړو هېوادونو څخه و، خو لا هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی په رسمیت پېژندلی.
لیکوال:سعید سمیر








