د فرانسې او عراق ترمنځ د نړیوال جام لوبه د لومړي ځل لپاره د خرابو هوايي شرایطو او د تندر او برېښنا د خطر له امله ودرول شوه. دغه لوبه چې د دې پړاو له مهمو سیالیو څخه ګڼل کېږي، د لوبغالي پر لور د یوې سختې طوفاني څپې د نږدې کېدو له امله وځنډول شوه.
د سیالیو تنظیموونکو اعلان کړی چې د لوبې دویمه نیمایي به لږ تر لږه ۱۵ دقیقې په ځنډ پیل شي. همدارنګه له نندارچیانو غوښتل شوي چې د خپل خوندیتوب لپاره په موقتي ډول لوبغالی پرېږدي.
د راپورونو له مخې، دا لوبه به لږ تر لږه تر ۳۰ دقیقو پورې بېرته پیل نه شي، او د لوبې د دوام وروستۍ پرېکړه به د هوا د شرایطو له ارزونې او د تندر او برېښنا د خطر له بشپړ له منځه تلو وروسته وشي.
د خرابو هوايي شرایطو له امله د دې لوبې درېدنه د نړیوال جام له کمسارې پېښو څخه ګڼل کېږي او د فوټبال مینهوالو او ورزشي رسنیو پراخه پاملرنه یې ځانته رااړولې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








