د بوسنیا د صرب ځواکونو پخوانی قوماندان چې د نسلوژنې او جنګي جرمونو په تور په عمري بند محکوم شوی و، رانکو ملادیچ، په هالنډ کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په توقیف کې مړ شوی دی. هغه په ۱۹۹۵ کال کې د زرګونو بوسنیایي مسلمانانو په وژنه او د سارایوو ښار په خونړیو بریدونو کې د خپل رول له امله د خپلو منتقدانو له خوا د «بوسنیا قصاب» په نوم یادېده.
ملادیچ په ۲۰۱۷ کال کې په هاګ کې د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا په عمري بند محکوم شو. محکمې هغه د نسلوژنې، د بشریت ضد جرمونو او د جګړې د قوانینو د سرغړونو په ګډون په څو مواردو کې مجرم وپېژاند. دغه حکم په ۲۰۲۱ کال کې د استیناف په پړاو کې هم تایید شو او د هغه عمري بند وروستی شو.
هغه په ۱۹۹۵ کال کې د بوسنیا له جګړې وروسته شاوخوا ۱۶ کاله د قضايي چارواکو له سترګو پټ و. ملادیچ بالاخره په ۲۰۱۱ کال کې د سربیا په یوه کلیوالي سیمه کې وموندل شو او ونیول شو. وروسته هغه د هالنډ هاګ ښار ته ولېږدول شو او له هغه وخت راهیسې د ملګرو ملتونو په توقیفځای کې ساتل کېده.
ملادیچ په وروستیو ورځو کې د خپل روغتیايي وضعیت د خرابېدو له امله د ملګرو ملتونو د توقیف مرکز په روغتون کې تر درملنې او څارنې لاندې و. د هغه د مړینې خبر لومړی د سربیا رسنیو خپور کړ او وروسته د ملګرو ملتونو یوه چارواکي هم د هغه مړینه تایید کړه. په لومړیو کې د هغه د مړینې د دقیق علت په اړه نور جزئیات نه وو خپاره شوي.
د روان کال په مې میاشت کې د هاګ محکمې د ملادیچ د خراب روغتیايي وضعیت له امله د هغه د خوشې کېدو غوښتنه رد کړې وه. قاضي هغه مهال د نوموړي جسمي وضعیت «ناوړه» بللی و، خو ویلي یې وو چې ملادیچ په توقیف کې له هراړخیزې او مناسبې روغتیايي پاملرنې برخمن دی او د خوشې کولو لپاره کوم دلیل نه شته.
راتکو ملادیچ د ۱۹۹۰مې لسیزې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د خونړیو جګړو له مهمو څېرو څخه و. هغه د بوسنیا د صرب ځواکونو قوماندان و؛ هغه ځواکونه چې د بوسنیا او هرزګوینا د جګړې پر مهال، له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵ کال پورې، د کروات او بوسنیایي مسلمان ځواکونو پر وړاندې جنګېدل.
د ملادیچ تر قوماندې لاندې ځواکونه د پراخ قومي تصفیې، د ملکي وګړو د وژنې او نورو جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن شوي او په بېلابېلو قضیو کې محکوم شوي دي. د جګړې پر مهال د بوسنیا صرب ځواکونو د سارایوو ښار هم د څو کلونو لپاره کلابند کړی و؛ په دې محاصره کې له ۱۰ زرو څخه ډېر کسان ووژل شول.
د ملادیچ تر قوماندې لاندې ځواکونو پورې اړوند تر ټولو مهمو جنایتونو څخه یو په ۱۹۹۵ کال کې د سربرنیتسا عامه وژنه وه. په دې پېښه کې شاوخوا ۸ زره بوسنیایي مسلمان نارینه او هلکان ووژل شول. نړیوالو محکمو دغه پېښه نسلوژنه بللې او په هغې کې د ملادیچ رول د هغه د قضايي دوسیې له مهمو برخو څخه و.
لیکواله:سلیمه آریایي








