امریکا د هرمز تنګي ته نږدې د ایران د توغندیو توغونکي په نښه کړل؛ ایران د غچ اخیستو ژمنه وکړه.
امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي ته نږدې د ایران د توغندیو توغونکي په نښه کړي دي؛ دا اقدام په تېره یوه میاشت کې د ایران پر وړاندې د امریکا لومړنی پېژندل شوی پوځي برید بلل شوی دی. له دې برید وروسته ایران د متقابل ځواب خبر ورکړ او ویې ویل چې په اردن کې یې د امریکا پر دوو پوځي اډو توغندي ویشتي دي.
د امریکا حکومت ویلي چې دغه عملیات یې په سیمه کې د سوداګرۍ او سمندري تګ راتګ د ساتنې لپاره ترسره کړي او دا یې یو «محدود او دقیق» اقدام بللی دی. د امریکايي چارواکو په وینا، ایراني ځواکونه د سمندري ماینونو لېږدوونکو راکټونو د هرمز تنګي پر لور د توغولو لپاره د چمتووالي په حال کې لیدل شوي وو.
د امریکا پوځ تر دې وړاندې ویلي وو چې د هرمز تنګي څخه د سمندري ماینونو د پاکولو عملیات یې تېره اوونۍ پای ته رسولي دي. واشنګټن وايي، وروستی اقدام د هغه ګواښ په غبرګون کې شوی چې د دې ستراتیژیکې اوبهلارې له لارې د سمندري تګ راتګ او سوداګریزو کښتیو امنیت یې له خطر سره مخ کولی شو.
په همدې مهال، ایراني رسنیو د لارک ټاپو ته نږدې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی. د ایران سپاه پاسداران هم ویلي چې د امریکا په برید کې د دې ادارې یو شمېر سرتېري او یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي، او د دغه برید په غبرګون کې یې د «ځواب او مجازاتو» ژمنه کړې ده.
د دغو تحولاتو په دوام کې، د اردن وسلهوالو ځواکونو اعلان وکړ چې د دوشنبې په سهار یې اته ایراني توغندي، چې د دغه هېواد هوايي حریم ته داخل شوي وو، شنډ کړي دي. اردني چارواکو د دغو توغندیو د توغولو د ځای، احتمالي هدفونو یا د برید له امله د اوښتو زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د ډزو دا تازه تبادله یوازې څو ورځې وروسته رامنځته شوې چې د ډونالډ ټرمپ حکومت اعلان کړی و، د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د پوځي انتخابونو پر ځای پر اقتصادي فشار او د بندیزونو پر سختولو تمرکز وکړي. خو وروستیو بریدونو او متقابلو اقداماتو یو ځل بیا په سیمه کې د پوځي ترینګلتیا کچه لوړه کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








