TOOSnews
اعلان
د طالبانو د سیاستونو د بدلون په صورت کې د امریکا سفارت په کابل کې بیا پرانیستل کېدای شي.
نړۍټوس نیوز

د طالبانو د سیاستونو د بدلون په صورت کې د امریکا سفارت په کابل کې بیا پرانیستل کېدای شي.

۳ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پخوانی امریکايي سفیر: په کابل کې د سفارت بیا پرانیستل د طالبانو د پالیسو له بدلون سره مشروط دي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر، رونالډ نیومن، وایي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په کابل کې د امریکا د سفارت بیا پرانیستل د تصور وړ دي، خو دا اقدام باید د طالبانو د پالیسیو له مشخصو بدلونونو سره مشروط وي.

نیومن له «آی۲۴ نیوز» شبکې سره په مرکه کې وویل چې واشنګټن له طالبانو سره د جدي اختلافونو سربېره، په ځینو برخو کې، په ځانګړي ډول د امریکايي اتباعو د خوشې کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې، له دې ډلې سره لا هم په عملي ډول تعامل کوي.

هغه ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پالیسي له امریکا سره د اړیکو د نږدې کېدو پر وړاندې یو مهم خنډ دی او په دغو پالیسیو کې بدلون د سفارت د بیا پرانیستلو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

نیومن وویل: «هو، زه کولای شم په کابل کې سفارت ته د امریکا د بیرغ د بېرته راګرځېدو تصور وکړم»، خو خبرداری یې ورکړ چې واشنګټن باید د طالبانو له لوري د مشخص اقدام له ترلاسه کولو پرته، د سفارت د بیا پرانیستلو په څېر امتیازات ور نه کړي.

هغه زیاته کړه: «یوازې باید واقعي اقدام د واقعي اقدام په بدل کې وشي» او ویې ویل چې د دواړو لورو ترمنځ هر ډول بیا نږدې کېدل باید تدریجي وي او د طالبانو پر عملي اقداماتو ولاړ وي.

په کابل کې د امریکا سفارت د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې تړلی دی او متحده ایالاتو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نیومن همداراز خبرداری ورکړ چې له افغانستان سره د هر ډول تعامل بشپړ پرېکون ښايي د واشنګټن لپاره امنیتي پایلې ولري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.