د اېنبيسي راپور: د ۲۰۲۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د پېټ هېګسېټ د احتمالي نوماندۍ اوازې، هېګسېټ رد کړې.
د امریکا اېنبيسي نیوز شبکې د دوو باخبره کسانو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د جګړې وزیر، پېټ هېګسېټ، په وروستیو میاشتو کې په شخصي توګه د ۲۰۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې احتمالي نوماندۍ په اړه خبرې کړي دي. د راپور له مخې، دا موضوع د هېګسېټ نږدې کړیو کې مطرح شوې او ځینو کسانو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د هغه د احتمالي ګډون خبره کړې ده.
د هغو سرچینو په وینا چې له اېنبيسي نیوز سره یې خبرې کړي، هېګسېټ او د هغه مېرمن، جنیفر هېګسېټ، دا احتمال له خپلو ځینو نږدې ملګرو او اړوندو کسانو سره شریک کړی دی. سرچینو ادعا کړې چې د هېګسېټ د احتمالي نوماندۍ موضوع په شخصي خبرو کې مطرح شوې، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ رسمي پرېکړه یا عامه اعلان نه دی شوی.
خو پنټاګون دغه راپور رد کړی او هغه یې «احمقانه» بللی دی. دې ادارې ویلي چې هېګسېټ د ولسمشرۍ د نوماند کېدو کومه اراده نه لري او دا مهال یې اصلي لومړیتوب د جګړې د وزارت مشري او په دې دنده کې د خپلو مسوولیتونو ترسره کول دي. هېګسېټ هم په چټکۍ سره دې راپور ته غبرګون وښود او د خپل سیاسي پلان په اړه یې مطرح شوې ادعاوې رد کړې.
هېګسېټ په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې دغه راپور «سل په سلو کې ناسم» وباله او ویې لیکل: «موږ دا موضوع له اېنبيسي سره شریکه کړه، خو هغوی د بېنومه سرچینو په حواله دروغ وایي. زما یوازینۍ دنده دا ده چې د جګړې وزارت بېرته ستر او پیاوړی کړم. هېوادپالو، خپلو کارونو ته دوام ورکړئ.»
هغه په دې پیغام کې ټینګار وکړ چې اوسنی تمرکز یې د جګړې په وزارت کې پر خپلو مسوولیتونو دی.
د هېګسېټ د سیاسي راتلونکي په اړه اټکلونه وروسته له هغې زیات شوي چې هغه په دې وروستیو کې د آیوا ایالت په نندارتون کې ګډون وکړ. هغه په دغه مراسمو کې د یوه جمهوريپال نوماند په ملاتړ ګډون کړی و او د یو شمېر ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شو. آیوا د جمهوريپال ګوند د مقدماتي ټاکنو په بهیر کې له مهمو ایالتونو څخه دی او په دې ایالت کې د سیاسي څېرو حضور کله ناکله د هغوی د راتلونکو انتخاباتي پلانونو او فعالیتونو د نښې په توګه تعبیرېږي.
باخبره سرچینو اېنبيسي ته ویلي چې هېګسېټ او مېرمن یې په دې باور دي چې هغه له ډونالډ ټرمپ سره ځینې ورته ځانګړنې لري؛ لکه مبارزاتي چلند، په ټولنیزو بحثونو کې پراخ حضور او د عامه فضا په وړاندې د جنجالي موضوعاتو د مطرح کولو لپاره چمتووالی. د سرچینو په وینا، دغه ځانګړنې ښايي د «ماګا» غورځنګ د پلویانو یوې برخې ته جذابې وي.
د جمهوريپال ګوند یوه سیاسي فعال هم اېنبيسي ته ویلي چې هېګسېټ د ټرمپ د ځینو نارینه رایهورکوونکو لپاره د «مردانګۍ» یا پیاوړي نارینهتوب یو انځور وړاندې کوي؛ هغه انځور چې د ده په وینا، ټرمپ هم د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې پرې ټینګار کړی و. خو دا ارزونې د جمهوريپالو د سیاسي چاپېریال د ځینو کسانو نظرونه دي او په هېڅ ډول د دې معنا نه لري چې هېګسېټ په قطعي ډول د ولسمشرۍ سیالۍ ته د ننوتلو پرېکړه کړې ده.
که هېګسېټ د ۲۰۲۸ کال ټاکنو ته داخل شي، نو هغه به د جمهوريپال ګوند له یو شمېر پیاوړو څېرو سره سیالي وکړي. د هغو مهمو نومونو له ډلې چې د ټرمپ د ځای ناستي په توګه په اټکلونو کې مطرح شوي، د ولسمشر مرستیال، جيډي وېنس، او د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، دي. دواړه د جمهوريپال ګوند له مهمو څېرو څخه دي او نومونه یې تر دې مخکې هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په بحثونو کې مطرح شوي دي.
سره له دې اټکلونو، تر اوسه هېګسېټ په رسمي توګه داسې هېڅ نښه نه ده ورکړې چې ګواکي غواړي د ۲۰۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي. هغه او پنټاګون د دې ډول پلانونو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د هېګسېټ اصلي فعالیت لا هم د جګړې د وزارت پر اداره کولو او د حکومت د خپلې دندې پر ترسره کولو متمرکز دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








