ندیم امیري، د افغانالاصله هافبک، د روان بوندسلیګا فصل له بریالۍ لوبېدنې وروسته یو ځل بیا د جرمني فوټبال ملي لوبډلې ته راوبلل شو او د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د دې ټیم په وروستي نوملړ کې شامل شو.
الماني رسنیو راپور ورکړی چې د جرمني د ملي لوبډلې روزونکي یولیان ناګالزمن د دغه ۲۹ کلن لوبغاړي د پام وړ کړنو له امله، هغه د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د جرمني په وروستي ترکیب کې غوره کړی دی. ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ په ګډه د کاناډا،متحده ایالتو او مکسیکو په کوربتوب ترسره شي.
ندیم امیري د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ فصل پر مهال د ماینڅ یو له اغېزناکو لوبغاړو څخه و او د ۱۲ ګولونو په وهلو سره یې د ټیم د غوره ګول وهونکي لقب خپل کړ. د هغه دوامدارې ښې لوبې د جرمني د ملي لوبډلې د تخنیکي پلاوي پام هم ځان ته اړولی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








