رویټرز خبري اژانس د دوو ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې علي خامنهيي امر کړی، هغه لوړ بډایه شوی یورانیم باید له ایرانه ونه ایستل شي. دغه راپور د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۳۱مه، خپور شوی دی.
یوې ایراني سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې څرګند شي، رویټرز ته ویلي: «د رهبرۍ د مقام امر او د نظام دننه اجماع دا ده چې د بډایه شوي یورانیم زېرمې باید له هېواده ونه ایستل شي.»
د رویټرز د سرچینو په وینا، د ایران لوړپوړي چارواکي باور لري چې بهر ته د دغو موادو لېږد به ایران د امریکا او اسرائیلو له احتمالي راتلونکو بریدونو سره ډېر زیانمن کړي.
په راپور کې راغلي چې د ایران د رهبر د کلیدي رول له امله، دا پرېکړه ښايي له امریکا سره په خبرو کې د تهران دریځ لا سخت کړي او د مذاکراتو بهیر له لا ډېرو پیچلتیاوو سره مخامخ کړي.
رویټرز همداراز لیکلي چې د ایران د رهبر دغه نوی امر ښايي د مذاکراتو له بهیره د ډونالډ ټرمپ نارضایتي زیاته کړي؛ داسې موضوع چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او آن د شخړو د بیا پیل خطر هم لوړولی شي.
ټرمپ په وروستیو میاشتو کې د ایران څو وړاندیزونه د دې له امله رد کړي چې، د ده په وینا، د ایران د اټومي پروګرام په اړه پکې کافي تضمین نه و. نوموړي څو ځله تهران د پوځي اقدام ګواښ هم کړی دی.
د راپور له مخې، ټرمپ چې مخکې یې د ایران د اټومي پروګرام د بشپړ ختمېدو غوښتنه کوله، اوس د دغه پروګرام د ۲۰ کلن درولو له طرحې سره موافقه کړې ده. خو هغه لا هم غواړي چې د ایران د بډایه شويیو یورانیمو زېرمې امریکا ته وسپارل شي.
اسرائیل، امریکا او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه له کلونو راهیسې ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په هڅه تورنوي.
خو ایران تل دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د دغه هېواد اټومي پروګرام سولهییز او غیرنظامي اهداف تعقیبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








