روحید استانکزی، د افغانستان د رزمي هنرونو ورزشکار، د ۲۰۲۶ کال د آسیا د ځوانانو د ګډو رزمي هنرونو سیالیو په خپله دویمه لوبه کې خپل قرغیزستاني سیال ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو بل پړاو ته یې لار پیدا کړه.
استانکزی په دې سیالۍ کې د فردوس ارګاشف پر وړاندې میدان ته ښکته شو او په دغو سیالیو کې خپله دویمه پرلهپسې بریا ثبت کړه.
دغه افغان ورزشکار تر دې وړاندې هم په خپله لومړۍ مبارزه کې د منفي ۶۰ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د ازبیکستان نظر ماکسیتبایف ته ماته ورکړې وه.
د ۲۰۲۶ کال د آسیا د ځوانانو د ګډو رزمي هنرونو دویم پړاو سیالۍ د مې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۰مې نېټې پورې د ازبیکستان په کوربهتوب او د آسیا د ګډو رزمي هنرونو ټولنې تر څار لاندې ترسره کېږي. په دغو سیالیو کې د بېلابېلو آسیایي هېوادونو ځوان ورزشکاران د «عصري ګډو رزمي هنرونو» او «دودیزو ګډو رزمي هنرونو» په دوو برخو کې له یو بل سره سیالۍ کوي.
د تنظیموونکو د اعلان له مخې، دغه سیالۍ د ځوانو استعدادونو د پېژندنې، د ګډو رزمي هنرونو د ودې او په نړیواله کچه د ورزشکارانو لپاره د سیالۍ د زمینې برابرولو په موخه ترسره کېږي، او تر اوسه یې په آسیا کې د دې ورزش د پرمختګ لپاره مهم رول لوبولی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








