د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې مسکو د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو بهیر ته د مستقیمې مداخلې یا ننوتلو هېڅ اراده نه لري او هیله لري چې دغه خبرې بریالۍ شي.
لاوروف دوشنبې د غويي ۲۸مه د استوايي ګینې د بهرنیو چارو له وزیر سیمون اویونو اسونو انګه سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، روسیه نه غواړي د واشنګټن او تهران په مذاکراتو کې لاسوهنه وکړي.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په وروستیو کلونو کې د ایران او روسیې ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې پراخې شوي دي، خو لا هم څرګنده نه ده چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي مستقیمې جګړې په صورت کې به مسکو تر کومې کچې د تهران ملاتړ وکړي.
د روسیې دغه دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د مذاکراتو د درېدو له امله د یوې نوې احتمالي جګړې اندېښنې هم راپورته شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








