امیدالله علیزاده، افغان کډوال ورزشکار، څو کلونو وروسته په خپل لومړۍ نړیواله سیالۍ کې درې مډالونه ترلاسه کړل: سپین زر، سپین (نقره) او برونز. دا سیالۍ د نیپال په هېواد کې ترسره شوې وې.
هغه اعلان وکړ چې سپین زر یې د نړیوالې سطحې د ساواټ ځواک جګړې په برخه کې، سپین یې د آسیایي سطحې د کنټرول شوې جګړې (آسوټ) په برخه کې، او برونز یې د ۷۰ کیلوګرامه لاندې وزن په نړیوالو آسوټ سیالیو کې ترلاسه کړې دي.
د اووم پړاو آسیا ساواټ اتلولۍ او د “اوپن هیماالیا” نړیوالې سیالۍ د اپریل له ۳۰مې نیټې د می تر۳مې پورې د ۱۰ هېوادونو ۲۷۰ ورزشکارانو په ګډون په نیپال کې ترسره شوې. امیدالله علیزاده په دې سیالیو کې د کډوالو ټیم په استازیتوب ګډون کړی و.
دا د هغه لومړی نړیوال ګډون دی وروسته له شاوخوا ۷ کلونو ژوند په کینیا کې د کډوال په توګه دی . هغه اوس مهال په کاکوما کډوالو کمپ کې اوسېږي او د سیالیو ترڅنګ د ځوانانو روزنه او ښوونه هم کوي.
د نړیوال ساواټ فدراسیون ویلي چې د هغه ګډون په دې سیالیو کې د مقاومت او شمولیت یوه نمونه ده، او د هغه ژوند د کډوال په توګه د هڅې او زیار انعکاس دی.
امیدالله علیزاده مخکې له مهاجرت څخه، د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ کلونو پورې د افغانستان د ملي ساواټ ټیم غړی و او د کورنیو سیالیو په ترڅ کې د “غوره مبارز” لقب یې هم ترلاسه کړی و.
هغه مخکې څو ځله هڅه کړې وه چې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي، خو له د ویزې او د سفر د لګښتونو له ستونزو سره مخ و.خو په پای کې وتوانېد چې د کډوالو د ټولنې په استازیتوب په دې سیالیو کې ګډون وکړي.
د دې سیالیو په لړ کې، هغه په لومړۍ مبارزه کې د هند له یوه حریف سره، چې د سیمهایزو اتلانو څخه و، بریا ترلاسه کړه. بیا یې د نیپال او هند له ورزشکارانو سره په بریا سره وروستي پړاو ته لار ومونده.
په وروستۍ لوبه کې هم امیدالله علیزاده د اندونیزیا له یو حریف څخه بریا ترلاسه کړه او د ساواټ ځواک جګړې سپین زر مډال یې وګاټه.
لیکواله:سلیمه آریایي








