د ۲۰۲۶ کال د فیفا فوټبال نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د اسپانیې ملي لوبډلې د فرانسې پر وړاندې د ۲-۰ په پایله بریا خپله کړه او د سیالیو پایلوبې ته یې لار ومونده.
دغه لوبه د امریکا د ټکساس ایالت په ډالاس لوبغالي کې ترسره شوه. د اسپانیې لپاره میکل اویارزابال د لوبې په ۲۲مه دقیقه کې د پنالټۍ له لارې لومړی ګول ترسره کړ، او پیډرو پورو په ۵۸مه دقیقه کې دویم ګول وواهه چې د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه.
په دې بریا سره اسپانیه د ۲۰۱۰ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته ورسېده، په داسې حال کې چې فرانسه له سیالیو بهر شوه.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه د چهارشنبې په ورځ د ارجنټاین او انګلستان ترمنځ ترسره شي، چې ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې د اسپانیې سیاله وي. د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه به د جولای په ۲۰مه ترسره شي.
لیکوال:سعید سمیر








