د هسپانیې د ورزش وزیرې میلاګروس تولون ټینګار کړی چې هېواد یې د ۲۰۳۰ کال د فوټبال نړیوال جام د پایلوبې د کوربهتوب وړتیا لري او هیله یې څرګنده کړې چې فیفا به په پای کې دا ویاړ هسپانیې ته وسپاري.
فیفا تر اوسه د ۲۰۳۰ کال د نړیوال جام د پایلوبې د ترسره کېدو د ځای په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې. دغه سیالۍ به په ګډه د هسپانیې، پرتګال او مراکش په کوربهتوب ترسره شي، خو لا معلومه نه ده چې کوم هېواد به د پایلوبې کوربه وي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې ګیاني انفانتینو به د فیفا د ریاست لپاره د مراکش د فوټبال فدراسیون د ملاتړ په بدل کې د نړیوال جام پایلوبه په مراکش کې ترسره کړي؛ هغه راپور چې فیفا رد کړی دی.
تولون له کادیناسر راډیو سره په خبرو کې وویل: «تر ټولو مهمه خبره دا ده چې فیفا دغه راپور رد کړی دی. موږ لا هم له فیفا سره همکاري کوو او زموږ راتلونکې غونډه به د سپتمبر په میاشت کې ترسره شي. خپلو هڅو ته به دوام ورکړو، ځکه موږ هم غواړو او باور هم لرو چې د نړیوال جام پایلوبه باید په هسپانیه کې ترسره شي. موږ د دې کوربهتوب وړتیا لرو او له پیل څخه مو ژمنه کړې وه چې دا لوبه به په هسپانیه کې ترسره کېږي.»
هسپانیه اوس مهال یوازینی هېواد دی چې په یو وخت کې د نارینهوو او ښځینهوو د فوټبال نړیوال جام اتلولي لري.
د هسپانیې ښځینه ملي لوبډلې په ۲۰۲۳ کال کې د سیډني په ښار کې د انګلستان له ماتولو وروسته د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي وګټله. د دغه هېواد نارینه ملي لوبډلې هم د ۲۰۲۴ کال د اروپا اتلولۍ تر ګټلو وروسته، تېره میاشت د نړیوال جام په پایلوبه کې د ارجنټاین له ماتولو سره د نړۍ د اتلولۍ دوهم ستوری پر خپل کمیس ور زیات کړ.
د هسپانیې د ورزش وزیرې زیاته کړې: «لومړی دا چې موږ د نارینهوو او ښځینهوو په دواړو برخو کې د نړۍ اتلان یو. دوهم دا چې هسپانیې او پرتګال له پیل څخه په ګډه د ۲۰۳۰ نړیوال جام د کوربهتوب دوسیه وړاندې کړه او وروسته مراکش هم دې پروژې ته ورګډ شو. موږ د لویو ورزشي سیالیو د کوربهتوب پراخه تجربه لرو، سربېره پر دې هسپانیه عصري ترانسپورټي شبکه او د امنیت ډېر لوړ معیارونه لري. د دغو ټولو ګټو له مخې، زه ډاډه یم چې فیفا به په پای کې هسپانیه د پایلوبې د کوربه په توګه وټاکي.»
د اوسني پلان له مخې، د ۲۰۳۰ نړیوال جام به د افتتاحیې سیالیو په ترسره کېدو سره په مونتهوېډیو، بوینسآیرس او آسونسیون کې پیل شي، او وروسته به پاتې سیالۍ ایبیریایي ټاپووزمې او مراکش ته ولېږدول شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








