TOOSnews
اعلان
د بلخ ولایت ۳۰ کوهنوردان  چارکنټ ولسوالۍ کې تر ټولو لوړې غونډۍ ته په ختلو بریالۍ شول.
ورزشټوس نیوز

د بلخ ولایت ۳۰ کوهنوردان چارکنټ ولسوالۍ کې تر ټولو لوړې غونډۍ ته په ختلو بریالۍ شول.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلخ ولایت د بېلابېلو ټیمونو غرني سپورټکاران په یوه ګډ ورزشي پروګرام کې وتوانېدل چې د دې ولایت د چارکنټ ولسوالۍ تر ټولو لوړې څوکې ته وخېژي. په دې پروګرام کې ۳۰ غرني سپورټکارانو برخه اخیستې وه او وتوانېدل چې د «کافر قلعې» غونډۍ فتحه کړي.

د بلخ د غرني سپورټ فډراسیون په وینا، د دې غر لوړوالی تر ۲۷۰۰ مترو پورې رسېږي. دغه پروګرام د غرني سپورټ فډراسیون د رئیس«مؤمن سروري تر سرپرستۍ لاندې ترسره شوی، او یو شمېر تجربه لرونکي ورزشکاران، روزونکي او غرني سپورټکارانو هم پکې برخه اخیستې وه.

بلخ د غرني سپورټ فډراسیون اعلان کړی چې د دې پروګرام اصلي هدف د ځوانو غرني سپورټکارانو د فزیکي چمتووال دکچې ارزول، د تخنیکي وړتیاوو ارزیابي، ډله‌ییز نظم او د وړتیا سنجول و، ترڅو د بلخ ولایت د ټاکل شوي ټیم لپاره چمتو شي.

د دې فډراسیون مسؤلینو په وینا، هغه ورزشکاران چې په دې پروګرام کې غوره فعالیت وکړي، په راتلونکي کې به د بلخ ولایت د استازي په توګه د افغانستان د غرني سپورټ ملي ټیم په سیالیو کې ګډون کوي، چې ډېر ژر به په نورستان ولایت کې ترسره شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.