TOOSnews
اعلان
د اسلامي غونډې د اعلامیې په اړه د طالبانو غبرګون: «د ښځو حقونه د اسلامي شریعت پر بنسټ تأمینېږي»
نړۍټوس نیوز

د اسلامي غونډې د اعلامیې په اړه د طالبانو غبرګون: «د ښځو حقونه د اسلامي شریعت پر بنسټ تأمینېږي»

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ښځو چارو وزیرانو د افغانستان پر ښځو او نجونو د طالبانو د دوامداره محدودیتونو له امله نیوکه وکړه، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت پر بنسټ خوندي دي او دا ډله چمتو نه ده چې د ښځو حقونه د نړیوالو سازمانونو یا د ده په وینا د «لوېدیځو ارزښتونو» له مخې تعریف کړي.

مجاهد وویل، د طالبانو اداره ځان مکلف بولي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه او اړتیاوې تأمین کړي، او د دې ډلې له نظره په دې برخه کې د اندېښنې ځای نشته. هغه زیاته کړه چې د طالبانو جوړښت له دیني علماوو څخه جوړ دی او د ده په وینا، همدغه عالمان د اسلامي حقونو د تبیین او تشرېح لپاره تر نورو ډېر صلاحیت لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د ښځو چارو وزیرانو د اسلام‌اباد د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د «اسلام‌اباد اعلامیه» خپره کړه او په افغانستان کې یې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د روانو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د دغو محدودیتونو دوام له هغو اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی چې د ښځو او نجونو پر کرامت، حقونو او پرمختګ ټینګار کوي. همدارنګه له طالبانو غوښتل شوي چې ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او د کار فرصتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

هم‌مهاله، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي هرات ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د بشري حقونو نړیوال مدعیان د بشري حقونو له مفهوم څخه سمه پوهه نه لري او هغه یې یوازې څو موضوعاتو ته محدود کړی دی. هغه همدارنګه یو شمېر هغه افغانان چې له هېواده بهر ژوند کوي، تورن کړل چې د راپورونو او څرګندونو په خپرولو سره د افغانستان د وضعیت ناسم انځور وړاندې کوي.

په مقابل کې، یو شمېر افغانو ښځو او نجونو دا څرګندونې رد کړي دي. د کابل یوې اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي: «طالبان وایي چې د ښځو شرعي حقونه یې تأمین کړي، خو موږ له خپلو تر ټولو بنسټیزو حقونو، لکه د زده‌کړې، تعلیم او کار له حق څخه محرومې یو.»

تر دې وړاندې هم یو شمېر دیني علماوو ټینګار کړی و چې د ښځو زده‌کړه، تعلیم او کار د اسلام له اساسي لارښوونو څخه دي او د ښځو د زده‌کړې، تعلیم او کار منع کول په اسلامي شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.