د استرالیا په ملبورن ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت پراخ فرهنګي مراسم ترسره شول چې د افغانانو ترڅنګ د اسټرالیا د پارلمان غړو، وکیلانو او د کارګر ګوند یو شمېر استازو هم پکې ګډون کړی و.
په مراسمو کې د افغانستان ملي سرود وغږول شو او ویناوالو د هېواد پر ګډ تاریخ، ملي یووالي، کلتور او هویت ټینګار وکړ.
د ویکټوریا ایالت د پارلمان غړې بلینډا ویلسن د افغان ښځو او نجونو ملاتړ څرګند کړ او د هغوی د زدهکړو او حقونو لپاره یې د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.
په مراسمو کې د غازي امانالله خان د مېرمنې، ملکې ثریا، تاریخي رول هم یاد شو او د افغان ښځو د تعلیم او پرمختګ لپاره یې هڅې وستایل شوې.
د بشري حقونو افغان فعال او خپلواک خبریال جهانزیب ویسا وویل، چې د خپلواکۍ ورځې نمانځل په اسټرالیا کې د افغانانو د ملي هویت، تاریخ او کلتور د ژوندي ساتلو مهمه وسیله ده.
په مراسمو کې دودیزې جامې او نور فرهنګي توکي هم نندارې ته وړاندې شول او ګډونوالو د ښځو او نجونو د حقونو، ملي یووالي او د افغانستان د ګډ هویت پر ارزښت خبرې وکړې.
لیکوال:سعید سمیر








