TOOSnews
اعلان
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د نړۍ د فوټبال په تاریخ کې د تر ټولو ډېرو ګول وهلو دوره وګرځېده.
ورزشټوس نیوز

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د نړۍ د فوټبال په تاریخ کې د تر ټولو ډېرو ګول وهلو دوره وګرځېده.

۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د تر ټولو زیات ګولونو د ثبت له مخې د دې سیالیو په تاریخ کې د تر ټولو ډېر ګول وهنو دوره ګرځېدلې ده. دا ریکارډ د پنجشنبې په ورځ د امریکا او ترکیې ترمنځ د څلورم ګروپ د لوبې پر مهال ثبت شو.

د امریکا ملي لوبډلې مدافع، آستون تراستي، د دې لوبې لومړی ګول وواهه او د ۲۰۲۶ د نړیوال جام د ګولونو شمېر یې ۱۷۳ ته ورساوه، چې په دې توګه یې د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام ۱۷۲ ګولونو پخوانی ریکارډ مات کړ.

وروسته په همدې لوبه کې نور څلور ګولونه هم وشول او د دې دورې ټول ګولونه ۱۷۷ ته لوړ شول. په پای کې د ترکیې ملي لوبډلې د ۳ پر ۲ پایلې سره امریکا ته ماته ورکړه او دا لوبه د یو تاریخي ریکارډ شاهده وه.

د یادونې وړ ده چې نوی ریکارډ یوازې د ۲۰۲۶ نړیوال جام په ۵۹مه لوبه کې ثبت شو، په داسې حال کې چې پخوانی ریکارډ، یعنې ۱۷۲ ګولونه، د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام په ټولیزو ۶۴ لوبو کې ترلاسه شوي و.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ۴۸ ټیمونو په ګډون ترسره کېږي او د لوبو شمېر له ۶۴ څخه ۱۰۴ ته لوړ شوی دی. د ټیمونو او سیالیو زیاتوالی د ګول وهلو او د تاریخي ریکارډونو د ماتېدو لپاره زیات فرصتونه برابر کړي دي.

د فیفا رئیس جیاني انفانتینو په خپله انسټاګرام پاڼه کې د دې لاسته راوړنې هرکلی کړی او لیکلي یې دي: «د قطر د ۱۷۲ ګولونو د ریکارډ ماتېدل د دې څرګندونه کوي چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام څومره په زړه پورې، هجومي او د لوړې کچې سیالۍ لري، چې دا جام به د تاریخ له تر ټولو یادګاري دورو څخه وي.»

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.