TOOSnews
اعلان
افغان ښځینه كرېكټ لوبډلې له پنځو كلونو وروسته لومړۍ لوبه وګټله.
ورزشټوس نیوز

افغان ښځینه كرېكټ لوبډلې له پنځو كلونو وروسته لومړۍ لوبه وګټله.

۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې له پنځه کلن ځنډ وروسته په انګلستان کې خپله لومړۍ دوستانه لوبه په بریا سره ترسره کړه او د انګلستان د اېم سي سي فاونډېشن لوبډلې ته یې ماته ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغان ښځینه کرېکټرانې په تېرو پنځو کلونو کې بېرته سیالیو ته راګرځي او خپل نوی سفر د بریا په ترلاسه کولو سره پیلوي.

د دې تاریخي بریا له ثبتېدو وروسته، د لوبغاړو د خوښۍ او نمانځنې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې پراخې خپرې شوې. په دغو ویډیوګانو کې لوبغاړې د سفر په بس کې د بریا خوشالي لمانځي، چې ډېرو خلکو ته یې د ۲۰۲۳ کال هغه صحنې ور په یاد کړې چې د افغانستان د نارینه‌وو ملي لوبډلې له پاکستان څخه د بریا وروسته په ورته ډول نمانځنه کړې وه.

د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې دغه بریا د ګڼو افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوې ده. د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو لوبغاړو ته مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکو سیالیو کې هم د افغانستان لپاره نورې بریاوې خپلې کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.