متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د ابوظبي ښار په الظفره سيمه کې د «براکې» اټومي برېښناکوټ د ډرون بريد هدف ګرځېدلی دی. دا پېښه د يکشنبې په ورځ، د غویي ۲۷مه، د دې هېواد رسمي رسنيو راپور کړې ده.
د ابوظبي د رسنيز دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې له دې بريد وروسته د برېښناکوټ له محوطې بهر يو جنراتور اور اخيستی و. ځايي چارواکو ويلي چې حالت ډېر ژر تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی.
د اماراتو د اټومي مقرراتو ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دې پېښې د براکې اټومي برېښناکوټ د راډيولوژيکي خونديتوب پر کچه هېڅ اغېز نه دی کړی او د تاسيساتو امنيتي وضعيت ثابت پاتې دی.
تر اوسه د اماراتو حکومت په رسمي ډول نه دي ويلي چې دا ډرون بريد د کومې ډلې يا هېواد له خوا ترسره شوی، او پلټنې لا هم روانې دي.
په وروستيو کلونو کې، د امريکا او اسرائيلو له ايران سره د سيمهييزو کړکېچونو پر مهال، په سيمه کې د امنيتي حساسيتونو د زياتېدو راپورونه خپاره شوي دي، خو متحده عربي اماراتو تر اوسه د دې ډول هېڅ بريد مسؤليت په رسمي ډول پر غاړه نه دی اخيستی.
لیکواله:سلیمه آریایي








