امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيایاې) مشر جان راتکلیف د روسیې له چارواکو سره د لیدنې لپاره مسکو ته سفر کړی دی.
«سيبياېس نیوز» او «اکسیوس» د ناپېژاندو سرچینو په حواله د راتکلیف د سفر خبر ورکړی، خو د هغه د لیدنو، له کومو روسي چارواکو سره د خبرو او د مذاکراتو د اجنډا په اړه یې جزئیات نه دي خپاره کړي.
که د راتکلیف سفر تایید شي، نو دا به له ۲۰۲۱ کال نومبر راهیسې مسکو ته د سيایاې د یوه مشر لومړنی پېژندل شوی سفر وي. په هغه وخت کې د سيایاې پخواني مشر ویلیام برنز له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو.
بلخوا، د «فلایټرادار۲۴» معلومات ښيي چې د امریکا د پوځ یوه «سي-۱۷» ترانسپورټي الوتکه د مریلینډ له اندروز هوايي اډې څخه الوتلې، په ریګا کې یې تمځای کړی او وروسته مسکو ته تللې ده.
دغه الوتکه وروسته له مسکو څخه هم وتلې او اټکل کېږي چې ښايي راتکلیف یې لېږدولی وي، خو د امریکا او روسیې چارواکو په الوتکه کې د سيایاې د مشر حضور نه دی تایید کړی.
تر دې دمه د راتکلیف د احتمالي سفر د موخې او له روسي چارواکو سره د هغه د احتمالي خبرو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
لیکوال:سعید سمیر








