د اروپايي پارلمان غړو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاو یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې له اروپايي ټولنې غوښتل شوي څو د طالبانو پر لوړپوړو مشرانو بندیزونه پراخ کړي.
اروپايي پارلمان په همدې ورځ د ایران، افغانستان او اندونیزیا د بشري حقونو د وضعیت په اړه درې جلا پرېکړهلیکونه تصویب کړل او د دغو هېوادونو د بشري حقونو وضعیت یې په کلکه وغنده.
د افغانستان اړوند پرېکړهلیک کې د طالبانو د محاکمو د جزايي کړنلار نوی قانون سخت غندل شوی او ویل شوي چې دغه قانون د ښځو او نجونو سیستماتیک ځپنه، د جنسیتي تبعیض رسمي کول او د بشري حقونو پراخ نقض پیاوړی کوي.
پارلمان ویلي، دا قانون د جنسیتي اپارتاید، بدني سزاوو او د اساسي حقونو د پراخ نقض لپاره زمینه برابروي.
په پرېکړهلیک کې له طالبانو غوښتل شوي چې یاد قانون لغوه کړي، علني درې وهل او اعدامونه ودروي او د ښځو، نجونو، مذهبي اقلیتونو او نورو زیانمنو ډلو پر وړاندې ټول محدودیتونه پای ته ورسوي.
اروپايي پارلمان همداراز له اروپايي ټولنې غوښتي چې پر طالب مشرانو بشري بندیزونه پراخ کړي، د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو حکمونه عملي کړي او له افغانستان سره بشري مرستې زیاتې کړي.
په پرېکړهلیک کې ټینګار شوی چې باید د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندنې او عادي کولو هر ډول هڅې رد شي.
دا پرېکړهلیک د ۴۸۰ موافقو، ۵ مخالفو او ۸۳ ممتنعو رایو په ترلاسه کولو تصویب شوی دی.
لیکوال:سعید سمیر








