د افغانستان د مویتای غوره لوبغاړو د ټاکنې درې ورځنۍ سیالۍ د بلخ ولایت د احمدي ورزشي لوبغالي کې د ۱۵ ولایتونو د ۲۴۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره او پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو موخه د هېواد د غوره مویتای لوبغاړو ټاکل او هغو نړیوالو سیالیو ته د لوبغاړو چمتو کول وو، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په کابل کې ترسره شي.
په سیالیو کې د کابل، بلخ، نیمروز، هرات، بامیان، فاریاب، هلمند، پکتیا، پکتیکا، لغمان، کندز، بغلان، غور، سمنګان او دایکنډي ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی و.
د پایلو له مخې، د نیمروز لوبډلې لومړی، د بلخ لوبډلې دویم، د کابل لوبډلې درېیم او د هرات لوبډلې څلورم مقام خپل کړ.
د افغانستان د مویتای فدراسیون ویلي، د روسیې د WBC مویتای فدراسیون مشر او د ازبکستان یو شمېر نړیوالو لوبڅارانو هم په دغو سیالیو کې ګډون درلود.
د سیالیو په پای کې د بېلابېلو وزني کټګوریو ۶۳ غوره ورزشکاران د افغانستان د مویتای ملي لوبډلې ته وټاکل شول او په کابل کې د ترسره کېدونکو نړیوالو سیالیو کې د ګډون جواز یې ترلاسه کړ.
لیکوال:سعید سمیر








