د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې، د خپل مشر ملا هبتالله اخوندزاده له لوري د توشېح شوي قانون پر بنسټ، په کندهار کې پر کرکټ لوبې بندیز لګولی دی.
د معلوماتو له مخې، د کرکټ اړوند وسایل د کندهار د عینو مېنې په سیمه کې له ځوانانو اخیستل شوي او هغوی د دې لوبې له ترسره کولو منع شوي دي.
سرچینې وایي، د طالبانو مشر ملا هبتالله په کابل کې د کرکټ بورډ له فعالیتونو او د کرکټ د پراخوالي له کچې بشپړ نه دی خبر ساتل شوی. د زاویه نیوز د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د لوګر ولایت یو شمېر ځوانان د کرکټ د پراختیا لپاره د مرستې غوښتنې په موخه کابل ته تللي وو، خو طالب چارواکو ورته ویلي چې د کرکټ په اړه دې ډېرې غوښتنې نه کوي.
د سرچینو په وینا، دغو چارواکو ځوانانو ته ویلي: «د کرکټ د لغوه کولو فرمان د امیرالمؤمنین په دفتر کې پروت دی. کابل هڅه کوي پر دې موضوع چوپ پاتې شي او ملا هبتالله ته ویل شوي چې کرکټ محدوده شوې لوبه ده. که نوموړی د کرکټ د پراخ نفوذ او زیاتې ودې په اړه خبر شي، ښايي د لغوه کولو پرېکړه وکړي.»
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د کرکټ د لغوه کولو یا پر دې لوبې د سراسري بندیز په اړه څه نه دي ویلي، خو په کندهار کې د امر بالمعروف له لوري وروستي اقدامات د کرکټ د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








