د امریکا پوځي محکمې قاضي مایکل اې شراما پرېکړه کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د اصلي طراح په توګه د تورن خالد شیخ محمد او د هغه د درېیو ملګرو محاکمه به د ۲۰۲۸ کال د جون په پنځمه نېټه پیل شي.
قاضي د څارنوالانو هغه غوښتنه رد کړې چې محاکمه دې د ۲۰۲۷ کال په جنوري کې پیل شي. نوموړي ویلي، د محاکمې له پیل مخکې د شواهدو او نورو حقوقي مسایلو د حل لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.
خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او له ۲۰۰۶ کال راهیسې د کیوبا په ګوانتانامو پوځي اډه کې ساتل کېږي. هغه له وليد بن عطاش، علي عبدالعزیز علي او مصطفی الحوساوي سره یوځای محاکمه کېږي.
د دغې قضیې محاکمه له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د بېلابېلو حقوقي شخړو له امله ځنډېدلې ده. د دفاع وکیلان د سيایاې په پټو زندانونو کې د تورنو کسانو د شکنجې پر مهال ترلاسه شوو اعترافاتو او د هغو د محکمې د شواهدو په توګه د کارولو پر موضوع هم اعتراض لري.
لیکوال:سعید سمیر








