د امریکا متحده ایالتونو پرېکړه کړې چې په پېښور ښار کې خپله کونسلګري وتړي او د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند ټولې دیپلوماټیکې چارې به له دې وروسته په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت له لارې پر مخ وړي.
په دې اړه د امریکا کونسلګرۍ د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پېښور د کونسلګرۍ له تړل کېدو وروسته به د خېبرپښتونخوا اوسېدونکو ته قونسلي او نور دیپلوماټیک خدمات د امریکا د سفارت د ځانګړې څانګې له لارې په اسلاماباد کې وړاندې کېږي.
په خبرپاڼه کې د دې پرېکړې د لامل په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ټینګار شوی چې د خدماتو وړاندې کول به دوام ولري او اړوندې چارې به د اسلاماباد له سفارت څخه تنظیمېږي.
لیکوال:سعید سمیر








