TOOSnews
اعلان
امريكا پر ايران درېيم پړاو بريدونه پيل كړل.
نړۍټوس نیوز

امريكا پر ايران درېيم پړاو بريدونه پيل كړل.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ځواکونو د یکشنبې په سهار وختي د ایران پر وړاندې د بریدونو درېیم پړاو پیل کړی او ویلي یې دي، چې دا عملیات د امریکا د اعلی سرقومندان په امر ترسره کېږي.

سېنټکام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې د ایران سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې د قبرس بیرغ لرونکې یوه بار وړونکې بېړۍ په نښه کړه. د خبرپاڼې له مخې، د بېړۍ د ملکي عملې یو غړی لادرکه شوی، په بېړۍ کې اور لا هم بل دی او بېړۍ د حرکت وړتیا نه لري.

امریکايي قومندانۍ ویلي، ایران ته تر دې وړاندې هم د سوداګریزو بېړیو پر ضد د بریدونو له امله خبرداری ورکړل شوی و او فرصت ورکړل شوی و چې دوه اړخیز تفاهم ته ژمن پاتې شي، خو د دوی په وینا، تهران یو ځل بیا پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ.

سېنټکام ټینګار کړی چې په روانو بریدونو کې به ایران ته «دروند زیان» واړول شي او دغه عملیات د امریکا د اعلی سرقومندان په مستقیمه لارښوونه روان دي.

تر دې مخکې د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی و، چې په هرمز تنګي کې یې یوه بېړۍ له ډزو وروسته درولې ده. سپاه همداراز خبرداری ورکړی، که د امریکا بریدونه دوام وکړي، په سیمه کې به نورې امریکايي موخې هم په نښه کړي.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په خبرپاڼه کې راغلي، چې هرمز تنګی به تر بلې خبرتیا او د «امریکا د لاسوهنو» تر پای پورې تړلی وي او هېڅ بېړۍ ته به د دې اوبلارې له لارې د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.