د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د صربستاني روزونکي دیجان دیدوویچ د معرفي کولو مراسم ترسره شول.
نوموړي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د روزنې لپاره دوه کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د نوي روزونکي د معرفي کولو په مراسمو کې د دې لوبډلې د تخنیکي کادر نوي غړي هم معرفي شول.
د فوټبال فدراسیون په وینا،جواد اصغري مقدم له ایران څخه د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تخنیکي مدیر په توګه، مرتضی منصور سمائي له ایران څخه د دروازهساتونکو د روزونکي په توګه،اوریل ماسانا له هسپانیې څخه د مرستیال روزونکي په توګه،صادق اماني له ایران څخه د بدني چمتووالي د روزونکي په توګه او جائو لیرا له برازیل څخه د ملي لوبډلې د انالیزور په توګه خپلې دندې پیل کړي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون زیاته کړې چې د سالم مدیریت، ژمنتیا او د هېواد د فوټسال د ودې لپاره د پراخو فعالیتونو له امله د محمد نصیر صداقت تړون د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مدیر او ملاتړي په توګه تمدید شوی دی.
له سربیايي روزونکي وړاندې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشري د ایراني روزونکي مجید متضایي پر غاړه وه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د مجید مرتضايي تر روزنې لاندې تاریخي ځلا درلوده او د لومړي ځل لپاره یې په ۲۰۲۴ کال کې د آسیا ملتونو جام او وروسته د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوال جام کې وکولای شول چې له ګروپي پړاو څخه ووځي او د شپاړس غوره لوبډلو پړاو ته ورسېږي، خو په همدې پړاو کې له سیالیو څخه بهر شوه.
د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړو سږ کال هم د آسیا ملتونو جام سیالیو کې ګډون کړی و او تر کوارټر فاینل (یو پر څلورم پایلوبې) پورې ورسېدل، خو په پای کې له جاپان څخه په ماتې سره له سیالیو ووتل.
لیکواله:سلیمه آریایي








