د روسیې په پلازمېنه مسکو کې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دوو بشروزمه (هیومانایډ) روباټونو د نړۍ د لومړني روباټي واده په نوم یو ځانګړی مراسم ترسره کړل.
د «رابرټ» او «مټېلډا» په نوم دغو روباټونو د روسیې د دودیزو کلتوري مراسمو له مخې واده وکړ. دواړه د میلمنو مخې ته ودرېدل، یو بل ته یې د وفادارۍ ژمنې وکړې او د واده دودیز مراسم یې ترسره کړل.
د دې مراسمو موخه د مصنوعي ځیرکتیا او پرمختللو روباټي ټکنالوژیو وړتیاوې نندارې ته وړاندې کول بلل شوي. دا پېښه د ټکنالوژۍ په نړۍ کې د نوښت یوه جالبه بېلګه ګڼل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ په اړه یې پراخ بحثونه راپارولي دي.
لیکوال:سعید سمیر








