TOOSnews
اعلان
توماس مسي؛ هغه جمهوري ‌غوښتونکی چې د ټرمپ پر وړاندې یې دریځ نیولی دی.
نړۍټوس نیوز

توماس مسي؛ هغه جمهوري ‌غوښتونکی چې د ټرمپ پر وړاندې یې دریځ نیولی دی.

۳۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

توماس مسي، د امريکا د کانګرس غړي، د شنبې په ورځ د کينټاکي ايالت په فلورنس ښار کې د خپل انتخاباتي دفتر مخې ته په يوه غونډه کې وويل چې هغه جمهوري غوښتونکي سياستوال چې له ده سره يوځای شوي، يو زړور تصميم يې نيولی دی.

هغه په خپلو خبرو کې وويل: «زه ډاډه يم چې دلته د راتګ له امله به هغوی ته سزا ورکړل شي.»

له دغو څرګندونو لږ وروسته، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت سوشيال ټولنيزې شبکې کې خپله ناخوښي څرګنده کړه.

لورين بوبرټ، چې د کلوراډو ايالت جمهوري غوښتونکې استازې ده او د اونۍ په پای کې يې د توماس مسي په انتخاباتي پروګرامونو کې ګډون کړی و، او همدارنګه د کينټاکي سناتور رنډ پال، چې له مسي ملاتړ کوي او د لېبرټارين افکارو او کوچني حکومت په ملاتړ کې ورسره همغږی دی، د ټرمپ له نيوکو سره مخ شول.

ډونالډ ټرمپ دغه دوه جمهوري غوښتونکي شخصيتونه تورن کړل چې «د جمهوري غوښتونکي ګوند د تاريخ له تر ټولو بدو استازو څخه د يوه تر څنګ د ساده‌لوحو کسانو په څېر ولاړ دي.» هغه لورين بوبرټ «ساده‌لوحه» او «احمقه» وبلله او خبرداری يې ورکړ چې که مناسب جمهوري غوښتونکی سيال پيدا شي، خپل ملاتړ به ترې بېرته واخلي.

خو ځينې شننې وايي چې د ټرمپ دغه ګواښونه عملي اغېز محدود لري، ځکه رنډ پال تر راتلونکو دوو کلونو پورې په ټاکنو کې برخه نه اخلي، او د کلوراډو د جمهوري غوښتونکو لومړنيو ټاکنو کې د لورين بوبرټ پر ضد د نوم‌ليکنې موده هم پای ته رسېدلې ده.

سره له دې، د ډونالډ ټرمپ او توماس مسي ترمنځ اختلاف جدي بلل شوی او د پام وړ سياسي پايلې يې لرلې دي. ټرمپ آن چين ته د خپل وروستي سفر پر مهال هم په ټولنيزو شبکو کې پر مسي نيوکې جاري ساتلي او هغه يې په «احمق»، «بايلونکي»، «سپک» او «لوی دوکه‌مار» الفاظو ياد کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.