TOOSnews
اعلان
د افغانانو د اېستلو د بهیر د ارزونې لپاره د طالبانو درې کسیزه پلاوی جرمني ته ورسېد.
نړۍټوس نیوز

د افغانانو د اېستلو د بهیر د ارزونې لپاره د طالبانو درې کسیزه پلاوی جرمني ته ورسېد.

۸ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو درې کسیز پلاوی د چهارشنبې په ورځ په یوه پټ سفر برلین ته داخل شوی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه پلاوي شتون تایید کړی او ویلي یې دي چې د دوی سفر په جرمني کې د افغان اتباعو د لا زیاتو ایستلو د پروسې له پلان سره تړاو لري.

د راپورونو له مخې، د طالبانو پلاوی له کابل څخه تر وتلو وروسته لومړی دوحې ته تللی او هلته یې د جرمني له استازولۍ څخه د ۳۰ ورځنۍ ویزې له ترلاسه کولو وروسته برلین ته سفر کړی دی. تر اوسه د دغه پلاوي د غړو د هویت او دندو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د جرمني «اېن ډي ار» شبکې راپور ورکړی چې د دغه پلاوي غړي به راتلونکې اوونۍ په بن او مونیخ ښارونو کې د افغانستان له قونسلګریو څخه هم لیدنه وکړي. د همدې راپور له مخې، دوی اوس مهال د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دي او تمه ده چې شاوخوا درې اوونۍ په جرمني کې پاتې شي.

د دغه ماموریت اصلي موخه د اسنادو برابرول او د هغو تخنیکي شرایطو رامنځته کول بلل شوي چې د افغان اتباعو د ایستلو بهیر چټک کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو شرایطو د ژر برابرولو لپاره یو «تخنیکي ملاتړ ټیم» هم د لنډې مودې لپاره جرمني ته استول شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو استازي د قونسلي فعالیتونو لپاره جرمني ته سفر کوي. تېر کال هم د طالبانو دوه قونسلي چارواکي دغه هېواد ته تللي وو. د «اېن ډي ار» د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه یو یې اوس په عملي توګه په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ وړي او بل یې په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د چارو مسؤلیت لري.

د جرمني حکومت ویلي چې د دغو کسانو دنده له هېواده بهر افغان اتباعو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او د افغان اتباعو د ایستلو د بهیر اسانتیا ده؛ هغه موضوع چې د جرمني د حکومت په ائتلافي هوکړه کې هم شامله شوې ده.

خو د «اېن ډي ار» څېړنې ښيي چې دغو دوو طالب چارواکو د خپلو رسمي دندو ترڅنګ نور مسؤلیتونه هم لرل؛ له دې ډلې د پخواني حکومت له خوا د ټاکل شویو افغان دیپلوماټانو لرې کول او په جرمني کې د افغانستان دیپلوماټيکو استازولیو د طالبانو د بهرني سیاست پر لوري برابرول.

د دغو څېړنو له مخې، دوی دا دنده هم لرله چې ډاډ ترلاسه کړي چې په برلین کې د افغانستان د سفارت او په بن او مونیخ کې د دې هېواد د قونسلګریو عواید، چې د پاسپورټونو او رسمي اسنادو له صادرولو څخه ترلاسه کېږي، د مالي محدودیتونو او بندیزونو له تېرېدو وروسته افغانستان ته انتقال شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.