TOOSnews
اعلان
ترمپ: ايراني چارواكي له امريكا سره د تړون لپاره «زارۍ كوي».
نړۍټوس نیوز

ترمپ: ايراني چارواكي له امريكا سره د تړون لپاره «زارۍ كوي».

۷ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د ایران چارواکي له واشنګټن سره د خبرو او یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او په وینا یې، د تړون لپاره «زارۍ کوي».

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې د فاکس نیوز پر یوه راپور نیوکه وکړه او هغه یې «په ځانګړي ډول ناسم» وباله. هغه وویل: «زه نه غواړم له هغوی سره ووینم، هغوی غواړي. په حقیقت کې، هغوی د یوې هوکړې لپاره زارۍ کوي.»

ټرمپ په یوه بل پوسټ کې ایران «د ناکامېدو په حال کې هېواد» وباله، خو د خپلې ادعا لپاره یې نور جزییات وړاندې نه کړل.

د هغه څرګندونې داسې مهال دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اټومي پروګرام، بندیزونو او د هرمز تنګي په ګډون پر یو شمېر مهمو مسایلو اختلافات لا هم دوام لري او د خبرو د بیا پیل هڅې تر اوسه له څرګند پرمختګ سره نه دي مل شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.