د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې دغه هېواد په ایران کې د «سترې بریا» د ترلاسه کولو پر لور روان دی او پایلې به یې ډېر ژر څرګندې شي.
الجزیرې شبکې د جمعې په ورځ، د جولای په ۱۷مه، راپور ورکړی چې ټرمپ ویلي، د امریکا پوځ یې بیا جوړ کړی او هغه یې د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځي ځواک ګرځولی دی. هغه همداراز ټینګار کړی چې امریکا اوس اړ شوې چې له دې پوځي ځواک څخه کار واخلي.
ټرمپ د خپلو خبرو په دوام کې ادعا کړې چې امریکا په وېنزوېلا کې هم بریالۍ شوې ده. خو نوموړي د دغو ادعاوو د جزیاتو او په ایران کې د «سترې بریا» د هدف په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) تېره شپه اعلان وکړ چې د دغه هېواد ځواکونو د ایران پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی.
له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تر دې وړاندې د امریکا بریدونه د «ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوال قانون د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه» بللې او غندلي یې وو. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








