د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د هرمز تنګی به پرانیستی پاتې شي او متحده ایالات به اجازه ورنه کړي چې دا ستراتیژیکه اوبلاره وتړل شي. هغه په خپله ټولنیزه شبکه«ټروث سوشل» کې لیکلي: «د هرمز تنګی خلاص دی او که له ایران سره وي او که پرته له ایرانه، دا تنګی به خلاص پاتې شي.» ټرمپ همداراز د ایران د بندرونو د محاصرې د بېرته پیل خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې دا اقدام به د ایران د بېړیو او پېرېدونکو د تګ راتګ مخه ونیسي.
ټرمپ ټینګار کړی چې نور هېوادونه به لا هم وکولای شي په ازاد او عادلانه ډول د هرمز له تنګي څخه استفاده وکړي. د هغه په وینا، امریکا به له دې وروسته د «هرمز تنګي ساتونکي» په نوم وپېژندل شي او د دې سمندري لارې د امنیت د تأمین په بدل کې به د تېرېدونکو بارونو د لېږدونې له لګښتونو څخه ۲۰ سلنه ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر همداراز د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۲مه، له «فاکس نیوز» شبکې سره په مرکه کې ویلي چې واشنګټن ښايي د هرمز تنګي کنټرول او اداره پر غاړه واخلي. هغه زیاته کړې چې امریکا به د دې اوبلارې د ساتنې مسؤلیت پر غاړه ولري او هغه هېوادونه چې د دې امنیتي خدمتونو ګټه اخلي، باید لګښت یې ورکړي.
ټرمپ د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ادعا کړې چې واشنګټن او تهران مخکې یوې هوکړې ته رسېدلي وو، خو ایران هغه نقض کړې ده. هغه ویلي چې امریکا په تېرو وختونو کې له ایران سره څو هوکړې کړې وې، خو د ده په وینا، دغه هوکړې څو ځله ماتې شوي دي، او که دا حالت بیا تکرار شي، د واشنګټن ځواب به سخت وي.
د امریکا ولسمشر همداراز ادعا کړې چې ایران د خپل پوځي توان یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده. هغه ویلي چې د ایران سمندري ځواک، هوايي ځواک او د هوايي دفاع ډېری سیستمونه نور پخوانی توان نه لري.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی، یو ځل بیا د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي له اصلي محورونو څخه ګرځېدلی دی. د دې راپور له مخې، د دې اوبلارې له لارې د بېړیو په تګ راتګ کې هر ډول ګډوډي کولای شي د نړۍ د انرژۍ بازارونه له سختو بدلونونو او د تېلو د بیو له لوړېدو سره مخ کړي.
په مقابل کې، د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اعلان کړی چې له هرمز تنګي څخه د بېړیو د عادي تګ راتګ د بیا پیل یوازینۍ لار، په دې اوبلاره کې د امریکا د پوځي مداخلې پای ته رسول دي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې د امریکا دوامداره پوځي حضور او مداخله کولای شي د نړۍ د تېلو او ګازو په بازارونو کې لا پراخ بحران رامنځته کړي.
په همدې حال کې، د تېرې اوونۍ له پای راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي ترینګلتیا زیاته شوې ده. د دواړو لورو متقابل توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو په ترڅ کې د جګړې د درولو لنډمهالې هوکړې راتلونکی له لا ډېرو پوښتنو او شکونو سره مخ کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








