د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکايي پوځي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي، چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال ترسره شو، نیوکه کړې ده. هغه دغه بهیر «ناورینزیږوونکی» بللی او ادعا یې کړې چې د دې وتلو پایلو طالبانو ته زمینه برابره کړه چې په زرګونو بندیان، چې د ترهګرو ډلو له غړو او د درنو جرمونو له عاملینو څخه هم پکې شامل وو، له بګرام زندان څخه خوشې کړي.
ټرمپ دغه څرګندونې په کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د ترهګریز برید له امله د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې کړي دي. هغه دغه برید د هغه څه پایله بللې چې ده د جو بایډن او دیموکراټانو «مطلقه بېکفایتي» ګڼلې، او د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مدیریت یې نیوکه کړې ده.
د امریکا ولسمشر ویلي چې د ځواکونو د وتلو پر مهال شوې پرېکړې او اقدامات د دې لامل شول چې امریکايي ځواکونه په زیانمن وضعیت کې پاتې شي. د هغه په وینا، دې حالت طالبانو ته فرصت ورکړ چې د بګرام اډې د کنټرول ترلاسه کولو وروسته خطرناک بندیان له دغه زندان څخه خوشې کړي.
ټرمپ همداراز د کابل هوايي ډګر په برید کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو له کورنیو سره خپلو لیدنو ته په اشارې ادعا کړې چې دیموکراټ ګوند د دغو کورنیو غوښتنو او اندېښنو ته کافي پاملرنه نه ده کړې. هغه زیاته کړه چې د ده حکومت سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته خپله ژمنه عملي کړې او د دغه ترهګریز برید اصلي طراح یې نیولی دی.
د امریکا ولسمشر د کابل هوايي ډګر برید د خپل هېواد په تاریخ کې له سترو ناورینونو څخه بللی او د داسې پېښو د بیا تکرار د مخنیوي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې واشنګټن باید له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له تجربې درس واخلي او په راتلونکي کې د ورته ماتو د تکرار مخه ونیسي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په کابل هوايي ډګر کې ځانمرګی برید هغه مهال ترسره شو چې له افغانستان څخه د پراخو تخلیوي عملیاتو بهیر روان و. په هغه وخت کې، له کابل څخه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، زرګونه افغان او بهرني وګړي د وتلو لپاره د هوايي ډګر شاوخوا راټول شوي وو. د داعش خراسان څانګې د دغه برید مسوولیت ومانه. په برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۶۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي ووژل شول.
د بګرام هوايي اډه، چې د کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکا د پوځي او استخباراتي عملیاتو له مهمو مرکزونو څخه وه، د کابل له سقوطه څو اوونۍ وړاندې د امریکايي ځواکونو له خوا تخلیه شوه. له دې وروسته چې طالبان پر دغې اډې واکمن شول، د بګرام زندان هم پرانیستل شو او په زرګونو بندیان، چې د طالبانو، القاعدې او داعش غړي هم پکې شامل وو، خوشې شول یا له بند څخه وتښتېدل. دغه موضوع وروسته له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د بهیر په اړه د جمهوريپالو د اصلي نیوکو له محورونو څخه وګرځېده.
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي د ټرمپ تازه نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د جو بایډن د حکومت له خوا د افغانستان د شل کلنې جګړې د پای ته رسولو پر کړنلارې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې، په کور دننه او نړیواله کچه پراخې نیوکې شوي دي. منتقدین دغه بهیر بېړهناک او له کافي پلان جوړونې پرته بولي؛ خو د امریکايي پوځي حضور د پای ته رسولو پلویان ټینګار کوي چې د جګړې دوام ښايي د امریکا لپاره لا ډېر انساني او مالي لګښتونه رامنځته کړي وای.
لیکواله:سلیمه آریایي








