د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې کې اعلان وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت له متحده ایالاتو غوښتي چې خبرې اترې دوام ومومي. هغه لیکلي چې واشنګټن له دې غوښتنې سره موافقه کړې، خو په روښانه او بې له کوم ابهامه یې ایراني چارواکو ته ویلي چې اوربند پای ته رسېدلی دی.
ټرمپ د خپل پیغام په یوه برخه کې لیکلي: «د ایران اسلامي جمهوریت له موږ غوښتي چې خبرو اترو ته دوام ورکړو. موږ له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده، خو متحده ایالاتو هغوی ته په څرګنده او بې له هېڅ ابهامه ویلي چې اوربند پای ته رسېدلی دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا، د هغو بریدونو وروسته چې پر تېرېدونکو بېړیو شوي او واشنګټن یې مسؤلیت پر ایران اچوي، د ایران په پنځو جنوبي ولایتونو کې لسګونه هدفونه په نښه کړي دي. امریکايي چارواکو دغه بریدونه د سمندري تګ راتګ پر وړاندې د امنیتي ګواښونو په غبرګون کې بللي دي.
په مقابل کې، د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د هېواد پر زیربناوو د برید په وړاندې د ځواب ورکولو او مقابلې حق له ځان سره ساتي. تهران تر اوسه د احتمالي ځواب د وخت یا څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








