د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډو د ایران د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې به تهران ته «کلک ځواب» ورکړي.
ټرمپ له «فاکس نیوز» سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي، امریکا به پر ایران «قوي برید» وکړي. نوموړي زیاته کړې چې د ایران له توغندیز بریدونو څخه نږدې ټول توغندي د امریکايي او اردني دفاعي سیستمونو له لوري شنډ شوي دي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي، دغه بریدونه یې د امریکا له لوري د ایران پر لارک ټاپو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې کړي او ادعا یې کړې چې په اردن کې یې د امریکايي پوځي اډو تاسیساتو ته دروند زیان اړولی دی.
اردني چارواکو هم ویلي چې د ایران اته توغندي یې شنډ کړي دي.
ټرمپ په ورته مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل امکان هم مطرح کړی، خو ویلي یې دي چې پر تهران د یوې هوکړې لپاره باور کول لا هم ستونزمن دي.
لیکوال:سعید سمیر








