TOOSnews
اعلان
د ټرمپ مرستیال: د ایران د حکومت بدلون د ایران د خلکو دنده ده، نه د امریکا د پوځ.
نړۍټوس نیوز

د ټرمپ مرستیال: د ایران د حکومت بدلون د ایران د خلکو دنده ده، نه د امریکا د پوځ.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس ویلي، واشنګټن په پام کې نه لري چې شاوخوا ۱۵۰ زره ځمکني پوځیان ایران ته واستوي. هغه وویل، دا ډول اقدام به په دې معنا وي چې د امریکا پوځ هغه کار ترسره کړي چې د ده په باور باید د ایران ولس یې وکړي. وېنس ټینګار وکړ چې د امریکا حکومت د داسې تګلارې پلوی نه دی.

هغه دا څرګندونې د پادکاسټ له کوربه جو روګن سره په مرکه کې کړي. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا داسې اټکلونه مطرح شوي چې ګواکي امریکا ښايي ایران ته پوځیان واستوي یا د خارګ ټاپو د نیولو په څېر اقدام وکړي.

وېنس همدارنګه په ایران کې د «لیبیا د سناریو» د تکرار په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، د معمر قذافي له نسکورېدو وروسته لیبیا په یوه ناکامه دولت بدله شوه، چې له امله یې تاوتریخوالی زیات شو، د ترهګرو ډلو فعالیتونه پراخ شول او د کډوالۍ ستر بحران رامنځته شو.

د امریکا د ولسمشر مرستیال زیاته کړه، ځینې کسان غواړي چې په ایران کې هم ورته حالت تکرار شي، خو د ده په اند دا سناریو د امریکا لپاره هېڅ ګټه نه لري. هغه وویل، که ایران بې‌ثباته شي، میلیونونه خلک به اروپا او امریکا ته کډوالۍ ته اړ شي او په ورته وخت کې به د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو شبکو د پراختیا زمینه هم برابره شي.

وېنس په پای کې ټینګار وکړ چې امریکا د دې ډول سیاستونو پایلې مخکې هم تجربه کړي دي. له همدې امله یې پوښتنه وکړه چې د داسې تګلارې بیا تکرار څنګه د امریکا له ملي ګټو سره سمون لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.